کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چاپېریال ساتنې اداره: چاپېریالي او د اقلیمي بدلون له سیاست سره ربط نه‌لري

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو په یوه خبري کنفرانس کې وویل، تېر کال کې په عامه او خصوصي سکتور کې د ۱۵۲۰ فعالیتونو او بېلابېلو پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه شوې چې له جملې یې ۱۴۹۸ پروژې او فعالیتونه تایید او چاپېریالي اجازه لیک یې ترلاسه کړی او پاتې ۲۲ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتول…

2024-08-12 22:28 80۴ دقیقې لوستل
چاپېریال ساتنې اداره: چاپېریالي او د اقلیمي بدلون له سیاست سره ربط نه‌لري

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو په یوه خبري کنفرانس کې وویل، تېر کال کې په عامه او خصوصي سکتور کې د ۱۵۲۰ فعالیتونو او بېلابېلو پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه شوې چې له جملې یې ۱۴۹۸ پروژې او فعالیتونه تایید او چاپېریالي اجازه لیک یې ترلاسه کړی او پاتې ۲۲ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتولو له امله رد شوي دي. 

یاد ادارې، د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخه کې د ۵۸.۷ میلیون ډالرو په ټولیز ارزښت د ۱۰ ځنډېدلیو پروژو د چارو پیلولو برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې مسولینو زیاته کړه، له اقلیمي بدلون سره د سازګاره ابرېزو او اوبو سرچینو د پروژې، د کاربن د کمو او مناسبو طریقو د پیاوړتیا، د چاپېریالي څېړنیز فارم جوړولو، تر څنګ  د نیالګیو کېښودلو ملي کمپاین او د اقلیمي بدلون زیانمننې د ارزونې طرحو چمتو کول، د اقلیمي بدلونونو ته د ځواب ویلو پروژې لپاره د مالي سرچینو منظوري اخیستل، د ژوند بڼو له جدید التأسیس صندوق څخه د ۱.۱۶ میلیونه ډالرو مالي ژمنه ترلاسه کول او د ملي پروګرامونو او طرحو په پراختیا کې برخه اخیستل په تېر یوه کال کې د دې ادارې له عمده لاسته راوړنو څخه دي. 

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو د خپلو خبرو په دوام کې وویل، د موندنو په اساس، دتودوخې زیاتوالي، پرله پسې وچکالۍ، د موسمي سېلابونو راوتلو، د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د انساني، حیواني او نباتي ناروغیو زیاتوالي، داخلي کډوالیو، د ځمکو او ځنګلونو تخریب او اقلیمي بدلون ناوړه پایلې لرلې چې د هېوادوالو ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی دی.
د مسولینو په وینا، د سرپرست حکومت د بیاځلي واکمنېدو راهیسې، یادې ادارې په دوامداره ډول هڅه کړې، څو نړیواله ټولنه قانع کړي چې چاپېریالي او د اقلیمي بدلون موضوع له سیاست سره ربط نلري او باید د بشري او ټولنیزې ستونزې په توګه ورته وکتل شي.

 ورته مهال یاد مسولین وایي، د افغانستان د (COP-29) نړیوال کنفرانس ته چې سږکال په اذربایجان هېواد کې جوړیږي  په رسمي ډول ور وبلل شوي څو په ریښتیني ډول د افغانستان او زیانمنونکو افغانانو استازیتوب وکړي.

سرچینه وایي، د بند امیر ملي پارک، د پکتیا مندهیر، د بدخشان واخان او د کول حشمت خان په څېر د ساتل شویو ساحو له فزیکي او بیولوژیکي وضعیت څخه څارنه، د نورستان د ملي پارک د بایوفزیکي او اجتماعي سروې پیلول، د ۱۷۲۱۶ مختلف النوع مرغانو او ۲۵ وحشي حیواناتو د قاچاق مخنیوی او په بلخ او فراه ولایتونو کې د ندالشبأ او الغرافه د وحشي حیواناتو د نسلګرۍ له فارمونو څخه څارنه؛ په وروستي یوه کال کې د دې ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، د چاپېریالي ککړتیاوو کمولو او مخنیوي په موخه په ټولیز ډول د ښارګوټو، لوړپوړیزه ودانیو، د ودونو تالارونو، فابریکو، د خښتو بټیو، رېګرېشنونو او مختلفو اصنافو له ۲۲۳۲۸ فعالیتونو څخه څارنه شوې چې له دې جملې څخه ۱۴۸۲۵ فعالیتونه له چاپېریالي معیارونو سره برابر پېژندل شوي۱۵۸۱ فعالیتونه اصلاح او د ۲۸۴۹ نورو فعالیتونو د اصلاح لپاره اړینې سپارښتنې شوي دي.

د مسولینو په وینا، تېر کال کې د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د چاپېریالي پروژو د تطبیق په موخه له غیر امارتي موسسو سره د همکارۍ پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک او له تطبیق څخه یې څارنه شوې ده.

مسولین زیاتوي،  د ادارې د ۶ تقنیني او پالېسۍ سندونو بیاکتنه او تعدیل د  ادارو په ۱۳ تقنیني او پالېسۍ سندونو کې د چاپېریالي موضوعاتو شاملول د ژوند بڼو ملي ستراتېژۍ نوي کول، د پنځه کلن پراختیایي پروګرام او د مرکز او ولایتونو لپاره د ۴۷ عملیاتي پلانونو چمتو کول په تېر کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نور فعالیتونه دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب