د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، نن دوشنبه «د اکتوبر ۲يمه» پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې د دغه سازمان د مالي سرچینو د کمښت له امله یو میلیون افغان میندې او ماشومان د خوراکي توکو له مرستې بې برخې شوي دي.
دغه پروګرام زياته کړې، چې د مرستو د کموالي له امله به په افغانستان کې اړمنې مېرمنې تر ټولو ډېرې زیانمنې شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي دي: «په افغانستان کې د مرستو د کمولو تر ټولو ستر لګښت ښځې ورکوي. له یو میلیون څخه ډیرې میندې او ماشومان نور د بودیجې د سخت کمښت له امله د تغذیې مرستې نه شي ترلاسه کولای.»
د خوړو نړیوال پروګرام مسوولانو د سپتمبر د مياشتې په اتلسمه نېټه وویل، چې د خپل تاریخ تر ټولو بد مالي کړکېچ سره لاس ګریوان دي او دا چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د اړتیا تامینول له بې مخینې ستونزو سره مخامخ شوي.
د ملګرو ملتونو د دغه سازمان مشرې په وينا، چې په افغانستان کې د خپل پروګرام دوام لپاره ان د را روانې اکتوبر میاشتې تر وروستیو کافي پیسې نه لري او که مرسته ور ونه رسېږي نو له افغانستانه به په بشپړ ډول وتلو ته اړ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو نړیوال پروګرام مشرې درې میاشتې مخکې هم ویلي و چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان کافي خواړه نه لري، په تش نس ویدېږي او دا چې څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ او مړینې له خطرونو سره مخامخ دي.




