د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو ایف پي) خبر ورکړی چې امریکا له افغانستان سره څه باندې ۲۸۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
یاد سازمان وایي، دغه پیسې به له درې میلیونه څخه ډیرو کسانو سره د ژوند ژغورونکو خوراکي توکو په برخه کې په مصرف ورسیږي او دغه راز به له ۹۰۰ زره څخه د ډېرو خوارځواکو ماشومانو او میرمنو درملنه هم ورباندې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې دغه سازمان په افغانستان کې د مرستو د سخت کمښت په اړه اندېښنې ښودلې وه.
یاد سازمان دغه راز ویلي، بریتانیا هم د بېړنیو پروګرامونو لپاره له ۵۰ میلیون ډالرو ډېره مرسته ورسره کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا مرستې به له ۴.۲ میلیون څخه زیاتو خلکو ته خوراکي توکي، شپږ نیم لکه ماشومانو او له نیم میلیون څخه زیاتو خوارځواکو میندو ته طبي خدمات او خواړه چمتو کړي.




