کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ډبلیو ایف پي: د سږ کال دوبي کې له ۶۰۰ زره امېندواره افغان میرمنو سره مرستې نشو کولی

د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) په یوه بیان کې ویلي چې د سږ کال دوبي کې د بودیجي د کمښت له امله په افغانستان کې له ۶۰۰ امیندوارو میرمنو سره مرستې نشو کولی. دغه سازمان وایي، تېر کال يې د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه ۱.۶ ميليونه امېندوارو او شيدې ورکوونکو ښځو ته خدمتونه وړاندې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګر…

2024-08-06 01:17 108۱ دقیقې لوستل
ډبلیو ایف پي: د سږ کال دوبي کې له ۶۰۰ زره امېندواره افغان میرمنو سره مرستې نشو کولی

د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) په یوه بیان کې ویلي چې د سږ کال دوبي کې د بودیجي د کمښت له امله په افغانستان کې له ۶۰۰ امیندوارو میرمنو سره مرستې نشو کولی.

دغه سازمان وایي، تېر کال يې د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه ۱.۶ ميليونه امېندوارو او شيدې ورکوونکو ښځو ته خدمتونه وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې د تغذیې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان په  خوارځواکۍ اخته دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب