کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ډکسن: د نړۍ او سرپرست حکومت ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه وړو

برېټانیا: د نړۍ او سرپرست حکومت ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه وړو د افغانستان لپاره د برېټانیې شارژدافیر رابرټ ډکسن وايي، هڅه کوي چې افغانستان له نړۍ سره وصل او د دوی ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه یوسي. نوموړي د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتي سولې او ثبات طرف دار دی او له ه…

2024-01-11 18:48 268۱ دقیقې لوستل
ډکسن: د نړۍ او سرپرست حکومت ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه وړو

برېټانیا: د نړۍ او سرپرست حکومت ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه وړو

د افغانستان لپاره د برېټانیې شارژدافیر رابرټ ډکسن وايي، هڅه کوي چې افغانستان له نړۍ سره وصل او د دوی ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه یوسي.

نوموړي د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتي سولې او ثبات طرف دار دی او له همدې امله له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو او تعامل په برخه کې هڅې کوي.

د ډکسن په خبره، له افغانستان سره د نړۍ تعامل دوامدارو سیاسي بحثونو او تماسونو ته اړتیا لري

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، مولوي کبیر په دې لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول له برېټانیا سره مثبت تعامل غواړي.

په همدې حال کې ډکسن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد له سرپرست حکومت سره د تعامل پراخېدو ته دوام ورکوي.

نوموړی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندریو میچل ویلي وو، چې په افغانستان کې به د خپل سفارت پر پرانېستو غور وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Khatira Ishaqzai

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب