کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کابلوف: ملګري ملتونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد ټاس خبري اژانس ته ویلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان پر اقتصادي، بشري وضعیت او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشي. هغه د دغې ناستې د وخت او ځای په اړه نور څه نه دي ویلي. نوموړي…

2023-11-13 18:51 71۱ دقیقې لوستل
کابلوف: ملګري ملتونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد ټاس خبري اژانس ته ویلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان پر اقتصادي، بشري وضعیت او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشي.

هغه د دغې ناستې د وخت او ځای په اړه نور څه نه دي ویلي.

نوموړي په یاده ناسته کې د سرپرست حکومت د استازي د ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې تېره می میاشت کې هم د افغانستان په اړه ناسته کړې وه.

د یادونې وړ ده چې د یاد سازمان په ډېرو ناستو کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدو، د ښځو کاري حقونو او زده کړو غوښتنې کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Nazir Ullah
Nazir Ullah
Nazir Ullah

نذیر الله افغان خبریال دی. د ژورنالېزم په ډګر کې درې کلنه تجربه لري او په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې له افغان پرېس سره د خبریال په توګه کار کوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب