کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کابل او لوګر کې د ترافیکي پېښو له امله ۴ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي

د کابل د امنیه قومانداني وياند خالد ځدراڼ وايي، نن سهار د کابل ښار د ۱۷مې حوزې اړوند خیرخانې کوتل سیمه کې د مارسيډيز او سراچې موټرو د ټکر له امله ۳ کسان مړه شوي دي. ښاغلی ځدراڼ زیاتوي، په دې پېښه کې د ۹ مېرمنو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي هم دي. ورته وخت کې د کابل - ګرديز پر لويه لار هم یو سراچه موټر له لارۍ سره ټکر کړی چ…

2024-02-24 23:07 84۱ دقیقې لوستل
کابل او لوګر کې د ترافیکي پېښو له امله ۴ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي

د کابل د امنیه قومانداني وياند خالد ځدراڼ وايي، نن سهار د کابل ښار د ۱۷مې حوزې اړوند خیرخانې کوتل سیمه کې د مارسيډيز او سراچې موټرو د ټکر له امله ۳ کسان مړه شوي دي.

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي، په دې پېښه کې د ۹ مېرمنو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي هم دي.


ورته وخت کې د کابل - ګرديز پر لويه لار هم یو سراچه موټر له لارۍ سره ټکر کړی چې له امله يو کس مړ او ۳ نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه د کابل- ګرديز پر لویه لار د لوګر اړوند التمور سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پېښې ټپيان د درمنلې په موخه د پکتيا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب