د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي، کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد عملي سروې بشپړه شوې چې د مشرتابه له پرېکړې وروسته به يې عملي چارې پيل شي.
د مسوولانو په خبره، د دغې پروژې په عملي کولو سره به دوه ميليونه کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
وړاندې ليکل شوي، کابل ته پنجشېر سیند د لېږد پروسه د پنجشېر له مرکز بازارک پيليږي او د کابل تر تره خېلو پورې رسيږي چې ۲۰۰ کيلو متره اوږدوالی لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يادې پروژې به ۱۷۰ ميلونه ډالره لګښت راشي چې د سرپرست حکومت د داخلي بودیجې ورکول کيږي او په دريو کلونو کې به بشپړه شي.
سرپرست حکومت د يادې پروژې خبره داسې مهال کوي چې د کابل په ډېری سیمو کې خلک د اوبو له کموالي شکایت کوي.




