کابل (کوه نور، ۱۹ اسد ۱۴۰۴): کابل ته له ایران او پاکستانه د څه باندې دوه میلیونه افغان کډوالو په ستنېدو سره د کورونو کمښت لا ډېر شوی او د تېر یوه کال په پرتله کرایه دوه برابره جګه شوې ده.
د جایدادونو د معاملاتو دفترونو ویلي، د کډوالو له ستنېدو سره کابل کې د کورونو مالکانو کرایه دوه برابره کړې ده.
بل پلو د سرپرست حکومت چارواکو د کورونو د کمښت بحران رد کړی؛ خو ویلي یې دي چې په ځینو وختونو کې د سرک جوړونې پروژو لپاره د کورونو ورانولو سره د کورونو تعداد کې کموالی راغلی دی.
کابل ته راستنې شوې کورنۍ او په پلازمېنه کې پخوانۍ مېشتې کورنۍ په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې عایدات یې ټیټ دي د کورونو د کرایې د لوړوالي له جدي ستونزو سره مخ دي.




