د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اکس پاڼه ليکلي، اقتصادي مرستيال په دغه مراسمو کې ويلي، واک ته له رسېدو وروسته سرپرست حکومت د نورو برخو تر څنګ زېربناوو ته ځانګړې پاملرنه کړې.
د ده په خبرو د سرپرست حکومت د ډېرو ادارو لخوا ترسره کيدونکي فعاليتونه يې ښې بېلګې دي.
نوموړي همداراز وويل، ټول هېوادوال بايد د هېواد په ابادۍ کې د پام وړ برخه واخلي او په هېواد کې د اقتصادي پراختيا لپاره پانګونه وکړي.
هغه همداراز له پانګوالو او صنعت کارانو وغوښتل چې د هېواد د ښکلا او ابادۍ لپاره کار وکړي.
په کابل نړيوال هوايي ډګر کې د لسګونه مليونه افغانيو په ارزښت د خصوصي سکتور له لوري لويې او وړې پروژې بشپړې شوې چې پرون د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال او د ترانسپورت وزارت سرپرست لخوا د ځانګړو مراسمو په جوړلو سره پرانستل شوې.




