کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د يو ميليارد او ۹۰۴ ميليونه افغانيو په لګښت یې د شهرنو پارک د جوړولو چارې پيل کړي دي.
سرچينې ليکلي، دغه پارک په يو پخوانی تفريحي پارک دی، چې يو ځل بيا يې د بيا رغونې او بنسټيزې چارې پيل شوي دي.
ښاروالۍ ويلي، دغه پارک به يو سوداګريز مرکز، تر ځمکې لاندې مارکيټ، د ښځو لپاره ځانګړی مارکيټ، رسټورانټ، حوض، مسجد، پارکينګ، د فاتحې سالون او نور ولري چې چارې به یې راتلونکو درې کلونو کې بشپړې شي.
سرچينه زياتوي، د دغه پارک يوه برخه کې د نيالګيو کینولو پلان هم لري او له جوړېدو وروسته به د ښاريانو لپاره په وړيا ډول د لاسرسي وړ وي.
د يادونې ده چې د دغه پارک عوايد د ۳۰ کلونو لپاره تنظيم شوي چې ۳۰ سلنه به يې کابل ښاروالۍ او ۷۰ سلنه به يې قراردادي شرکتونه واخلي.
کابل ښاروالۍ د نږدې دوه ميليارډه افغانيو په لګښت د د شهرنو پارک د جوړولو چارې پيل کړې
کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د يو ميليارد او ۹۰۴ ميليونه افغانيو په لګښت یې د شهرنو پارک د جوړولو چارې پيل کړي دي.سرچينې ليکلي، دغه پارک په يو پخوانی تفريحي پارک دی، چې يو ځل بيا يې د بيا رغونې او بنسټيزې چارې پيل شوي دي.ښاروالۍ ويلي، دغه پارک به يو سوداګريز مرکز، تر ځمکې لاندې مارکيټ، د ښځو لپاره ځانګړی مارکيټ، رس…

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.



