د کابل کابل امنیه قومنداني مسؤولان د ښار د ۶مې اړوند سیمه کې د وسلو د یوې پخوانۍ ډيپو د کشف خبر ورکوي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پخوانۍ ډيپو یې د سړک جوړولو پر مهال کشف کړې ده.
د خالد ځدراڼ په خبره، په دغه ډېپو کې ۱۴۵ فیره د بم یک مرمۍ، ۶۸ فیره د هوان مرمۍ، ۲۵ فیره د راکټ مرمۍ، ۲۴ بکسې د فیکا او دهشکې مرمۍ، ۳۰۰۰ خفیفه مرمۍ، درې کړۍ فشاري ماینونه، څلور فیره د اګا ایس مرمۍ ترلاسه شوې دي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دغه ترلاسه شوي مهمات څومره یې له منځه تللي او څومره یې د کارونې وړ دي!؟
د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د تېرو جګړو پر مهال جنګي وسايل خښ شوي دي، چې ځينې یې وخت ناوخت کشفيږي او ځينې نور یې د ملکي وګړو ژوند لا هم ګواښي.




