کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کابل کې تېره میاشت نيږدې ۱۱ زره د زېږون کارتونه وېشل شوي

د ‎احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ‎نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په تېره غويي میاشت کې یوازې کابل ښار کې ۱۰زره او ۹۵۰ کسانو ته زېږون کارتونه وېشلي دي. بله خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت ۵ زره او ۸۳۱ کسانو ته د نوې او مثنی تذکرې د وېش او کاغذي تذکرو د لغوه کولو ترڅنګ ۷ زره او ۱۱۷ تنو ته…

2024-06-01 04:30 397۲ دقیقې لوستل
کابل کې تېره میاشت نيږدې ۱۱ زره د زېږون کارتونه وېشل شوي

د ‎احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ‎نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په تېره غويي میاشت کې یوازې کابل ښار کې ۱۰زره او ۹۵۰ کسانو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.

بله خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت ۵ زره او ۸۳۱ کسانو ته د نوې او مثنی تذکرې د وېش او کاغذي تذکرو د لغوه کولو ترڅنګ ۷ زره او ۱۱۷ تنو ته د ‎کاغذي تذکرې د تایید خدمتونه او دغه راز  ۲ زره او ۶۸۲ نورو کسانو ته د تذکرو اړوند غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

د معلوماتو له مخي، د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په تېره میاشت کې ۱۰ زره او ۱۲۸ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو د راوستو خدمتونه وړاندې کړي او دغه راز یې د خدماتي څانګو له لارې ۳۹۴ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوي دي.

 د یادونې وړ ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرې حضوري ډول د کاغذي تذکرو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش؛ د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب