کابل (کوه نور، ۸ اسد ۱۴۰۴): د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د اته میلیونه امریکایې ډالرو په لګښت د ممیزو د پروسس کارخونه جوړه شوې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه فابریکې جوړېدل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړېدو برخه کې مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د دې فابریکې په جوړېدو سره به د سیمې اقتصاد وده وکړي او صادرات به معیاري بڼه غوره کړي.
برادر ویلي، په دې فابریکه کې به د سلګونه هېوادوالو لپاره د کار کولو زمینه برابره شي چې دا کار د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې د پام وړ مرسته کولی شي.
د نوموړي په وینا «اسلامي امارت د سوداګرۍ کچې لوړېدو لپاره پر سیمهییز اتصال ډېر تمرکز کړی او له نېکه مرغه اوسمهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پراختیا موندلې چې پر مټ یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې شوې دي.»
دغه فابریکه، چې افغان سمون نومېږي د کابل په استالف ولسوالۍ کې د اته میلیونه امریکایې ډالرو په لګښت په ۱۲۸ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې په یوه کال کې د ۱۰ زره ټنو ممیزو د پروسس وړتیا لري.
په دغه پروسه کې بسته بندي کېدونکي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېتانیا او د ختیځې اسیا هېوادونو ته صادرېږي.




