کابل کې د ايران سفارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې له دغه هېواد څخه به د افغان کډوالو با عزته ستنولو ته ډېر پام وکړي.
خبر پاڼې د سفير علي رضا بیکدلي له قوله ليکلي، له ايران به د افغان کډوالو ستنول په تدريجي او باعزته ډول جريان ولري او دوی به دې مسلې ته دېره پاملرنه وکړي.
نوموړي ويلي، د ايران د کورنيو چارو وزارت هڅه کوي چې د ناقانونه افغان کډوالو ستنولو کې د ګاونډيتوب له اصولو او سياست سره سم چلند وکړي.
وړاندې ليکل شوي، دواړه هېوادونه په دې برخه کې همغږي لري او هڅه کيږي چې چارې په ښه ډول ترسره شي.
دغه لوړپوړی ايرانی چارواکی د افغان کډوالو د باعزته ستنولو خبر داسې مهال کوي چې دغه هېواد تېرو دوو اونيو کې له ۵۰۰ زرو ډېر کډوال له خپلې خاورې شړلي دي.
بیکدلي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ رييس الوزرا له ايران وغوښتل چې د افغان کډوالو له بې عزته کولو او زورولو څخه ډډه وکړي.




