کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کابل کې د ايران سفیر: د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي

ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ايران نوي سفير د رییس‌الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ويلي یې دي چې د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي. هغه سیاسي مرستیال ته بلنه ورکړې چې په مناسب وخت کې تهران…

2025-01-08 19:42 89۱ دقیقې لوستل
کابل کې د ايران سفیر: د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي


ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ايران نوي سفير د رییس‌الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ويلي یې دي چې د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي.


هغه سیاسي مرستیال ته بلنه ورکړې چې په مناسب وخت کې تهران ته سفر وکړي.


سیاسي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت له ایران سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی او اجازه نه ورکوي چې له هېوادونو سره اړیکې یې د نورو له لوري تر تاثیر لاندې شي.


نوموړي غوښتنه کړې چې ایراني پانګوال او سوداګر دې افغانستان کې پانګونه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب