په کابل کې د ترکيې سفیر جهاد ارګينای، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له سرپرست، سراج الدين حقاني سره د کتنې پر مهال ويلي، چې په نږدې راتلوونکې کې استانبول کې له افغانستان سره د مرستندویه هیوادونو غونډه جوړیږي.
د کورنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې د جهاد ارګينای له قوله ليکلي، چې ترکيه هڅه کوي، تر څو د دې ناستې ګډون کوونکي هیوادونه له افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې په پراختيايي مرستو بدلې کړي.
په اعلاميه کې راغلي، چې د ترکيې سفیر د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ د تعامل د زياتېدو په برخه کې د هلو ځلو ډاډ هم څرګند کړی دی.
اعلاميه زياتوي، چې د ترکيې د سفیر د مخه ښې په دې کتنه کې، د کورنيو چارو وزارت سرپرست د جهاد ارګینای ماموریت وستایهٔ او له نوموړي څخه بې له دې امله مننه وکړه چې د دوه و هېوادونو تر منځ یې د اړیکو په ساتلو او پاللو کې غوره ماموریت ترسره کړ.
په اعلاميه کې راغلي، چې سراج الدین حقاني، هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا نږدې او پراخې شي.
په کابل کې د ترکيې د سفیر جهاد ارګينای ماموريت پای ته رسېدلی او له تېرو څو ورځو راهيسې يې د سرپرست حکومت د کابينې له بېلابېلو وزيرانو سره د مخه ښې کتنې کړې دي.




