کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کابل کې د تېرې شپې چاودنه؛ د مرګ ژوبلې په اړه یې بیلابیل راپورونه ورکړل شوي

تېره شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د دشت برچي سیمې په یو ورزشي کلب کې چاودنه رامنځته شوه چې د تلفاتو په اړه بیلابیل راپورونه ورکړل شوي دي.   د کابل امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ له چاودنې یو ساعت وروسته رسنیو ته ومنله چې په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.   خو یو شمېر ځایي سرچینې بیا و…

2023-10-26 21:44 227۱ دقیقې لوستل
کابل کې د تېرې شپې چاودنه؛ د مرګ ژوبلې په اړه یې بیلابیل راپورونه ورکړل شوي

تېره شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د دشت برچي سیمې په یو ورزشي کلب کې چاودنه رامنځته شوه چې د تلفاتو په اړه بیلابیل راپورونه ورکړل شوي دي.

 

د کابل امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ له چاودنې یو ساعت وروسته رسنیو ته ومنله چې په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

 

خو یو شمېر ځایي سرچینې بیا وایي، چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او له لسو ډیر نور ټپیان دي.

 

 تراوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم خو ځدراڼ وایي، د چاودنې د څرنګوالي معلومولو په موخه یې سیمې ته د څېړنې ټیم استولی دی. 

 

د یادونې ده چې د دغې چاودنې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

لیکوال/اېډېټر: Sarhadi Zwak
Sarhadi Zwak
Sarhadi Zwak

سرحدي ځواک افغان خبريال او لیکوال دی. هغه له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د هېواد له بېلابېلو رسنيو سره د خبريال، ايډيټر او مدير په توګه دندې تر سره کړې دي. نوموړی اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د افغانستان او سيمې په ورځنيو مهمو سياسي او ټولنيزو مسايلو خبرونه او راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب