د کابل ښاروالۍ پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې کابل د شپږمې، پنځمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له دېوان بیګي نیولي تر مهتاب قلع پورې د یوه حلقوي سرک د جوړېدو کارونه د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي دي
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پروژه کې د کابل د سیند دپاسه د موټرو د تګ راتګ له پاره ددوو پلونو د جوړېدلو کارونه هم شامل دي چې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګشت پرې راځي.
سرچینه وایې دغه سرک ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره پراخوالی لري چې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري جوړېږي.
په دغه پوروژه کې د کمپنۍ سرک له برچي سرک سره نښلول کېږي چې د سیمې د خلکو له پاره ځانګړی اقتصادي ارزښت لري.
سرچینه همداراز وایې یاده پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو د لیکو جوړول، د کرښې اچول او د څراغونو نصبول شامل دي.
باید وویل شي چې ددغه سرک په اوږدو کې دوه پلونه د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له لوري ترتیب شوي چې د ښار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري به په اساسي ډول جوړ شي.




