کابل ښاروالي پر اېکسپاڼه خبر ورکړی چې د پغمان د پخواني سړک د جوړولو او پراختیا چارې یې پیل کړي چې ۱۱۷ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
یاد سړک کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه په یوه لیکه کې له قرغې بند څخه تر طاقظفر پورې د ۹۱۵۳ مترو په اوږدوالي او د اووه مترو په پراخوالي سره د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ۱۱ میاشتو په اوږدو کې جوړېږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سړک له جوړېدو سره به د پغمان تفریحې سیمو ته د خلکو د تګ - راتګ او د ۱۴مې ناحيې اوسېدونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي.




