کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کابل کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو سوداګریز مارکیټ جوړېږي

د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار لومړۍ ناحیې مربوطاتو د منډیې سیمه کې د خصوصي سکټور په لګښت د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د "بیهقي" په نوم یو سوداګریز مارکیټ جوړېږي. د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه مارکیټ د جوړولو هوکړه له فقیر محمد رحماني رغنیز شرکت سره شوې ده. خبرپاڼې وړاندې لیکلي دغه مارک…

2025-05-20 04:10 27۱ دقیقې لوستل
کابل کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو سوداګریز مارکیټ جوړېږي

د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار لومړۍ ناحیې مربوطاتو د منډیې سیمه کې د خصوصي سکټور په لګښت د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د "بیهقي" په نوم یو سوداګریز مارکیټ جوړېږي.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه مارکیټ د جوړولو هوکړه له فقیر محمد رحماني رغنیز شرکت سره شوې ده.

خبرپاڼې وړاندې لیکلي دغه مارکیټ چې د کابل ښار لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې جوړېږي ځمکه یې د مالیې او اطلاعاتو او کلتور وزارت ګډ جایداد دی.

د سرچینو د مالوماتو په اساس دغه مارکیټ ۸۰۲ متره مربع مساحت لري چې پر جوړولو یې ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

سرچینې همداراز ویلي دغه مارکیټ د محمد فقیر رحماني رغنیز شرکت له لوري د ۳۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د یوه کال په موده کې د دوو پوړونو په لرلو سره جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې د "بیهقي" مارکیټ ۶۰ سلنه ګټه به سرپرست حکومت او ۴۰ سلنه ګټه به یې یاد شرکت ته ورکول شي چې د اتو کلونو لپاره په قرارداد ورکول شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب