د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغه وزارت له بودجې د ۴۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۵۰ بستریز ملي مرکز د جوړولو کار پیل شو.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند، ضياءالله هاشمي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې دغه روغتون د کابل د طبي علومو پوهنتون د علي آباد په تدریسي روغتون کې جوړېږي.
هغه زیاته کړې، د دغه تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو او بیارغونې پروژه په ۲۰۰۷ کال کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په مالي مرسته پیل شوې وه، خو د ستونزو او د بودیجې د نشتوالي له امله د دغه مرکز کار په ټپه ودرېد.
د هاشمي په وینا، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز په هېواد کې یوازینی د تشخیص او درملنې مرکز دی، چې له هېواده بهر د زرګونو سرطان ناروغانو د تګ مخه نیسي.
نوموړی زیاتوي، دغه روغتون به بهر ته به افغانانو له لورې د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره د ډېرو لګښتونو مخه ونیسي.
اوسمهال د علي اباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغيو په داخله څانګه کې ۱۴ متخصصين شتون لري، چې ځوانو ډاکټرانو د تدریس ترڅنګ د سرطان ناروغانو ته هم روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د لوړو وزارت تر څنګ د عطاء په نوم د یوه خیریه بنسټ مشر هم له څه مودې راهيسې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د یوه مرکز د جوړولو چارې پیل کړي دي.
هغه د دې روغتون د جوړولو لپاره په کور دنننه او بهر له خلکو مرسته راټولوي.




