کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کابل کې د ۹۶۰ مليونه افغانيو په لګښت يو لوی پارک جوړيږي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، نن سه شنبه د ريس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د بین الوزراتي کمېټې کړنلاره تاييد شوه. د دغې کمیټې په رامنځته کېدو سره به په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ د جلب او جذب سربېره د پانګونې لپاره مناسب چاپيريال برابر شي. خبر پاڼه زياتوي، په دغ…

2023-10-17 11:41 167۲ دقیقې لوستل
کابل کې د ۹۶۰ مليونه افغانيو په لګښت يو لوی پارک جوړيږي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، نن سه شنبه د ريس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د بین الوزراتي کمېټې کړنلاره تاييد شوه.

د دغې کمیټې په رامنځته کېدو سره به په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ د جلب او جذب سربېره د پانګونې لپاره مناسب چاپيريال برابر شي.

خبر پاڼه زياتوي، په دغه ناسته کې دکابل ښار په يوولسمه حوزه کې د جهان په نوم د يو لوی پارک د جوړولو پرنسېپ لاسليک شو.

دغه پارک به په ۱۵۰ جريبه ځمکه د دريو کلونو په موده کې د ۹۶۰ مليونه افغانيو په ارزښت جوړ شي، چې د ښاري اصولو سره سم به ټول سهولتونه ولري.

د ياد پارک د عوايدو ۳۵ سلنه به يې د کابل ښاروالۍ ترلاسه کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه غوښتنه وشوه تر څو په صنعتي پارکونو کې د کورني توليد په موخه ځمکې ورکړي او همدا راز دی له هغو فابريکو ملاتړ وکړي، چې په معيار ندي برابرې.

دوی له ټولو هغو فابريکو، چې په معيار ندي برابرې وغوښتل تر څو ژر تر ژره خپل توليدات معياري کړي.

په خبر پاڼه کې راغلي، د کانونو او پطروليم وزارت دې د کورنيو فابريکو لپاره په خامو موادو روياليټي راکمه کړي.

د خبر پاڼې له مخې، افغانستان باید د مالګې په برخه کې له کورنيو سرچينو ځان بسياينې ته ورسيږي. دوی د خوړو او درملو له ادارې هم غوښتي، تر څو بازار ته د بې کيفيته مالګې د واردېدو مخنيوی وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب