کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کار او ټولنيزو چارو سرپرست : وروستيو سفرونو مې ګڼې لاسته راوړنې درلودې

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست پرون هېواد ته له راستنېدو وروسته په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د خپلو وروستيو سفرونو په اړه معلومات شريک کړل.   د ياد وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې قطر او روسيې ته په رسمي بلنه تللی وو، نه ماسپښين بېرته هېواد ته راغی.   نوموړي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي، قطر کې یې د ياد هېوا…

2024-06-09 18:45 97۲ دقیقې لوستل
کار او ټولنيزو چارو سرپرست : وروستيو سفرونو مې ګڼې لاسته راوړنې درلودې

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست پرون هېواد ته له راستنېدو وروسته په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د خپلو وروستيو سفرونو په اړه معلومات شريک کړل.

 

د ياد وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې قطر او روسيې ته په رسمي بلنه تللی وو، نه ماسپښين بېرته هېواد ته راغی.

 

نوموړي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي، قطر کې یې د ياد هېواد د کار له وزير دکتور علي بن صميخ المري سره په ليدنه کې د دوړه اړخيزه اړيکو پر پياوړتيا، ګډو ګټو، په دغه هېواد کې د مېشت افغان کارګرو پر ستونزو او همداراز دغه هېواد ته په قانوني ډول د مسلکي کارګرو د لېږد پر پروسې خبرې کړي دي.

 

 

سرچينه زياتوي، په دغه ليدنه کې له قطري دولت سره ځينې مقدماتي هوکړې هم شوي او همداراز سرپرست وزير په قطر کې له مېشت پانګوالو سره هم ليدلي او هغوی يې هڅولي ترڅو خپلې پانګې افغانستان ته ولېږدوي ترڅو د اقتصادي ځان بسیاينې ترڅنګ هېوادوالو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

 

سرپرست وزير دغه راز د سنټ پترزبورګ ۲۷مه اقتصادي سرمشريزه کې ويلي، افغانستان د جيو‌ستراتيژيک موقعیت درلودلو له امله د آسیا شمال او جنوب په نښلولو کې د پله رول لري.

 

نوموړي په دغه ناسته کې له نړۍ غوښتي ترڅو د افغانستان له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل وکړي او پر دغه هېواد دې لګيدلي بنديزونه پای ته ورسیږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب