کار وزارت: روان کال راهسې مو څه باندې ۲۲ زره کاري جوازونه وېشلي
کار او ټولنیزو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روان کال په لومړيو درېیو میاشتو کې یې ۲۲ زره ۴۲۷ قطعې کاري جوازونه وېشلې او له دې لارې یې عواید راټول کړي دي. د معلوماتو له مخې، ۱۴ زره ۵۷۰ نارنیه او یو زرو ۲۲۱ تنه ښځینه د سرپرست حکومت ادارو کې او دغه راز ۶ زره ۲۳ کسان نارنیه او ښځینه هم په خصوسي سکتور…
2024-07-14 02:16 114۱ دقیقې لوستل
کار او ټولنیزو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روان کال په لومړيو درېیو میاشتو کې یې ۲۲ زره ۴۲۷ قطعې کاري جوازونه وېشلې او له دې لارې یې عواید راټول کړي دي.
د معلوماتو له مخې، ۱۴ زره ۵۷۰ نارنیه او یو زرو ۲۲۱ تنه ښځینه د سرپرست حکومت ادارو کې او دغه راز ۶ زره ۲۳ کسان نارنیه او ښځینه هم په خصوسي سکتور کې پر دندو ګمارل شوي دي.
سرچینه وایي، ۶۱۳ تنه بهرني وګړي هم په بېلابېلو برخو کې چې اړتیا ورته لېدل کېږي د سرپرست حکومت د اصولو پر اساس په دندو ګمارل شوي دي.
یاد وزارت د راټول شوو عوایدو په اړه څه نه دې ویلي.
لیکوال/اېډېټر:
Khatera Akbari

Khatera Akbariخاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.