کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کانونو او پټروليم وزارت: هېواد کې ‌د نفتو را اېستلو هڅی دوام لري

کانونو او پټروليم وزارت وايي،  امو نفتي حوزه کې يې د ۲۵ نويو څاه‌ګانو د کيندنې په موخه ناسته کړې. د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په ياده نفتي حوزه کې دوه نورې څاه ګانې کشف شوي، پر اتلس نورو څاه ګانو کار روان دی او پنځه پخوانۍ به هم په نږدې راتلونکي کې ترميم شي. د ياد وزارت په خبره، د نفتو را ایستلو په تړاو د…

2024-06-26 03:28 178۱ دقیقې لوستل
کانونو او پټروليم وزارت: هېواد کې ‌د نفتو را اېستلو هڅی دوام لري

کانونو او پټروليم وزارت وايي،  امو نفتي حوزه کې يې د ۲۵ نويو څاه‌ګانو د کيندنې په موخه ناسته کړې.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په ياده نفتي حوزه کې دوه نورې څاه ګانې کشف شوي، پر اتلس نورو څاه ګانو کار روان دی او پنځه پخوانۍ به هم په نږدې راتلونکي کې ترميم شي.

د ياد وزارت په خبره، د نفتو را ایستلو په تړاو د نرخ ټاکلو غونډه کړې چې پکې د ژين ژينګ په نوم يو شرکت د ۳۵ ميليونو ډالرو په ارزښت ګټونکي شوی دی.

د معلوماتو له مخې، اوس مهال امو نفتي حوزه کې ۲۴ څاه ګانې فعالې دي چې په ورځني ډول ترې ۱۳۵۰ ټنه خام نفت استخراج کيږي.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې ياد وزارت ويلي وو د امو نفتي حوزې نفت د هېواد پنځلس سلنه اړتياوې پوره کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب