د کاپيسا ولایت د امنیه قومندانۍ مسؤولان دغه ولایت کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې په ۵۶ ټرافیکي پېښو کې د ۶۵ کسانو د مرګژوبلې خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فائیز ویلي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په دغه ولایت کې ۵۶ ټرافیکې پېښې رامنځته شوي چې په پایله کې یې ۱۵ سړي، ۵ ښځې او ۶ ماشومان مړه شوي او ۲۱ سړي، ۱۴ ښځې او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د فائیز په خبره، د دغو پېښو له ډلې یې ۱۹ یې د تېز رفتارو موټرو، ۱۷ یې د موټرسایکلونو او درې یې له هم د بار وړونکو لارۍ موټرو د ټکر او چپه کېدو له امله رامنځته شوې دي.
د معلوماتو له مخې، کاپیسا کې وروستۍ پېښه تېره شپه (د سپټمبر ۱۸مه) شاوخوا اته بجې رامنځته شوې چې د یوې کورنۍ لس غړي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، سخت ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په ګوته شوی.




