کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کاکړ: ژر به له پاکستانه غیرقانوني افغان کډوال وباسو

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر وایي، ډېر ژر به له خپلې خاروې غیرقانوني افغان کډوال وباسي.   انوارالحق کاکړ تېره ورځ (د سپټمبر ۱۱مه) له آج ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، هغه افغانان، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، دوی یې پر وړاندې د نیولو نوي اقدامات پیلوي. ښاغلي کاکړ په دې مرکه کې د اوسني سرپ…

2023-09-12 04:45 264۲ دقیقې لوستل
کاکړ: ژر به له پاکستانه غیرقانوني افغان کډوال وباسو

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر وایي، ډېر ژر به له خپلې خاروې غیرقانوني افغان کډوال وباسي.  

انوارالحق کاکړ تېره ورځ (د سپټمبر ۱۱مه) له آج ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، هغه افغانان، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، دوی یې پر وړاندې د نیولو نوي اقدامات پیلوي.

ښاغلي کاکړ په دې مرکه کې د اوسني سرپرست حکومت په اړه ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې مرکزي حکومت نه‌شته.  

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د سرپرست حکومت توان او نیت درک کوي؛ خو په وینا یې مشروعیت نه لري.

دا په داسې حال ده، چې په دې وروستیو کې د کراچۍ په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ یو وار بیا تېزه شوې ده.  

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د چارشنبې ورځې تر نښتې وروسته پولیسو په کراچۍ او ځینو نورو ښارونو کې له ۲۵۰ زیات افغان کډوال نیولي دي.

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په پاکستان یو شمېر هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد هم لري، شکایت کوي چې د پولیسو له لوري نیول کېږي.

دوی وایي، پاکستاني پولیس یې په بېلابېلو پلمو نیسي او ځووروي یې چې وروسته یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب