کرزی: د پاکستان بریدونه د افغانستان پر حاکمیت ښکاره تېری دی
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو د پاکستاني پوځي رژیم وروستي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.کرزي ویلي، دغه بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری او د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي. نوموړي ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو په نښه کول د منلو وړ نه دي او دا ډول اقدا…
2026-06-29 02:11 37۱ دقیقې لوستل
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو د پاکستاني پوځي رژیم وروستي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
کرزي ویلي، دغه بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری او د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو په نښه کول د منلو وړ نه دي او دا ډول اقدامات د سیمې د ناامنۍ او بېثباتۍ لامل ګرځي.
هغه د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ له پاکستانه غوښتي، چې له شخړهپاروونکو او دوهمخیزو سیاستونو لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او نیکو اړیکو پر بنسټ تعامل غوره کړي.
لیکوال/اېډېټر:
Nazo omari

Nazo omariنازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري.
هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.