کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کرزی: کابل کې ملکي تاسيسات او روغتيايي مرکزونه په نښه کول هيڅ دمنلو نه دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان وروستیو بریدونو وروسته توند غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د کابل پر استوګنیزو سیمو، ملکي ځایونو او روغتیايي مرکزونو ترسره شوی بمبار د منلو وړ نه دی. د کرزي په وينا، چې د ملکي وګړو په نښه کول او د ښارونو بمبار د سیمې ستونزې نه حلوي، بلکې…

2026-03-16 20:15 130۱ دقیقې لوستل
کرزی: کابل کې ملکي تاسيسات او روغتيايي مرکزونه په نښه کول هيڅ دمنلو نه دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان وروستیو بریدونو وروسته توند غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د کابل پر استوګنیزو سیمو، ملکي ځایونو او روغتیايي مرکزونو ترسره شوی بمبار د منلو وړ نه دی.

د کرزي په وينا، چې د ملکي وګړو په نښه کول او د ښارونو بمبار د سیمې ستونزې نه حلوي، بلکې وضعیت لا پسې کړکېچن کوي.

هغه خبرداری ورکړی چې که دا ډول بریدونه دوام ومومي، پایلې به یې نه یوازې افغانستان بلکې خپله پاکستان ته هم زیان واړوي.

پخواني ولسمشر همداراز د پاکستان له چارواکو غوښتي چې خپلې تګلارې له سره وارزوي او له افغانستان سره اړیکې د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او متمدنو اصولو پر بنسټ تنظیم کړي. 

کرزي ویلي چې د سیمې ثبات یوازې د خبرو، تفاهم او همکارۍ له لارې رامنځته کېدای شي، نه د پوځي فشار او بمبار له لارې.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب