کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت تېرو دوو کلونو کې ۷۹ چک‌ډېمونه جوړ کړي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، کلیو بيا رغونې او پراختيا وزارت تېرو دوو ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۷۹ چک‌ډېمونه جوړ کړي دي. سرچينې ويلي، دغه چک ډيمونه چې ۹ بادغيس، ۱۰ زابل، ۴ بغلان، ۷ سرپل، ۱۰ فراه، ۷ کندز، ۹ بلخ، ۱۶ هرات، ۳ نيمروز او ۴ پکتيا کې جوړ شوي څه باندې…

2025-04-08 00:22 91۱ دقیقې لوستل
کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت تېرو دوو کلونو کې ۷۹ چک‌ډېمونه جوړ کړي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، کلیو بيا رغونې او پراختيا وزارت تېرو دوو ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۷۹ چک‌ډېمونه جوړ کړي دي.

سرچينې ويلي، دغه چک ډيمونه چې ۹ بادغيس، ۱۰ زابل، ۴ بغلان، ۷ سرپل، ۱۰ فراه، ۷ کندز، ۹ بلخ، ۱۶ هرات، ۳ نيمروز او ۴ پکتيا کې جوړ شوي څه باندې ۳۱۷ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

خبر پاڼه زياتوي، ياد چک‌ډیمونه‌ په بشپړ ډول په کانګريټي، خاورين او ډبرين شکل سره جوړ شوي دي.

وړاندې ليکل شوي، د يادو چک‌ډېمونو د جوړېدو موخه د سېلابونو مخنيوی، تر ځمکې لاندې د اوبو تقويه، د واورو او باران اوبو ذخيره کول او د وچکالي راکمول دي.

د‌ يادونې ده چې د يادو بندونو مصارف د سرپرست حکومت د بوديجې څخه ورکړل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب