کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندز کې د مالوچو یو مارکيټ اور اخیستی

د کندز ولایت ځايي مسؤولان وايي، تېره شپه «یکشنبه د اکتوبر۲۹مه» شاوخوا ۲ بجې د کندز ښار د کابل بانک کوڅه کې د مالوچو یو مارکیټ اور اخیستی دی.د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وايي، دغه اور لګېدنه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی خو په خبره یې پریمانه مالي زیان یې اړولی دی.د هغه په خبر دغه اور…

2023-10-28 21:59 115۱ دقیقې لوستل
کندز کې د مالوچو یو مارکيټ اور اخیستی

د کندز ولایت ځايي مسؤولان وايي، تېره شپه «یکشنبه د اکتوبر۲۹مه» شاوخوا ۲ بجې د کندز ښار د کابل بانک کوڅه کې د مالوچو یو مارکیټ اور اخیستی دی.
د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وايي، دغه اور لګېدنه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی خو په خبره یې پریمانه مالي زیان یې اړولی دی.
د هغه په خبر دغه اورلګېدنه وروسته له هغې رامنځته شوې چې هلته د ډيزلې بریښنا یو ماشین له ګرمېدو وروسته اور واخیست.
تراوسه مالومه نه ده چې په دغه پېښه کې هټۍ والو ته څومره مالي زیان اوښتی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب