کابل (کوه نور، ۷ عقرب ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت له لوري کندز کې د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي او د خلکو د تګ-راتګ د اسانتیا په موخه، د دوو ترمیماتي پروژو عملي کارونه د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي دي.
دا پروژې د کندز د ټولګټو رییس ملا عبدالخالق حقمل، سیمهییزو چارواکو او قومي مشرانو په حضور کې پیل شوې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې پروژو له ډلې یوه پروژه د کندز–شیرخان بندر پر لویه لاره د اوسپنیز پُل رنګمالۍ او د څلورو پلچکونو د بیا رغونې کارونه دي، چې ارزښت یې څلور میلیونه افغانۍ دی او د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ یې قرارداد شوی، چې د درې میاشتو په موده کې به یې کارونه بشپړ شي.
حق شناس زیاته کړې، بله پروژه، چې ارزښت یې شپږ میلیونه افغانۍ دی، د کندز–شیرخان بندر، کندز–تخار او کندز–بغلان عمومي لارو کې د تخریب شویو غاړو هموارول، جغل اچول، استنادي دیوالونو او د سړک غاړو نالیو ترمیم او رغونه ده، چې کارونه به یې په څلورو میاشتو کې بشپړ شي.
نوموړي وړاندې لیکلي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې د خلکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي او د زراعتي محصولاتو خوندي او چټک انتقال ته به لا زیاته اسانتیا برابره شي.




