عدليې وزارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د غصب د مخنيوي کمېسیون په کندز کې ۱۳۶۰ جريبه ځمکه له غصب خلاصه کړې ده.
د سرچينې په خبره دغه ځمکه يې د ياد ولايت مرکز عسقلان سيمه کې له غصب بېرته راګرځولې ده.
د دغې ځمکې د تثبیت چارې څه موده وړاندې ترسره شوې وې.
سرچينې همداراز ويلي دي، چې د دغه ولايت په مختلفو سیمو کې يې د لس زره جريبه نورې ځمکې هم تر څار لاندې نيولي دي.
د سرپرست حکومت له حاکميت وروسته په ټول هېواد کې د غصب شویو ځمکو د خلاصون ځانګړي کمېسيون په فعاليت پیل کړی دی، چې تر دې مهاله يې ډېری ځمکې له غصب بېرته راګرځولي دي.
د يادونې ده، چې د غصب شویو ځمکو د مخنيوي کمېسيون همداراز په پنجشېر کې هم د څوارلس جريبه ځمکې د تثبیت چارې پیل کړې.




