د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د دغه ولایت په پنجوايي او کښته میوند ولسوالیو کې د دوو ټرافيکي پیښو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند هم وایې، د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د وانو پله ساحه کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.
د چاواکو په وینا، ټپيان د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي.
د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي او ګڼشمېر کسانو ته یې مرګژوبله هم اړولې ده.




