د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، دغه ولايت کې د احمد شاهي حوض د بیا رغونې چارې د څه باندې اووه ميليونه افغانيو په لګښت پای ته ورسېدې.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس انعام الله سمنګاني ويلي، د دغه حوض د بیارغونې چارې تېر لمريز کال د ميزان په مياشت کې پيل شوې وې چې نن د ۷ ميليونه او ۱۴۰ زره افغانيو په لګښت ګټې اخيستنې ته چمتو شو.
ياد حوض د دغه ولايت سپين بولدک ولسوالي اړوند رباط سیمه کې موقیعت لري.
د یادونې ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ويلي وو، هېواد کې ټولې هغه تاريخي ابدې چې د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي له سره رغول کيږي.
سرپرست وزير تاريخي ابدې هېواد ته د سیلانیانو په جذبولو کې اغېزناکې يادې کړې وې.
کندهار کې احمد شاهي حوض داسې مهال بیا رغول کيږي کې چې تر دې وړاندې حکومت په همدې ولايت کې د احمد شاه بابا د مور (نازو انا) زيارت هم بېرته رغولی وو.




