کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندهار کې د دهلې بند د بېلابېلو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې

د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په ځانګړې بودیجه کندهار کې د ډهلي بند د بېلابېلو برخو د جوړېدو چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.   یاد وزارت وایې چې په دغه پروژه کې د بند د پارچاوۍترمیم، د بند د یوې برخې ډکول او لېول کول، د دروازو پورته کول، د جنراتور له پاره د خونې جوړول، هایدرولیکي دروازې جوړول…

2025-01-02 03:48 75۱ دقیقې لوستل
کندهار کې د دهلې بند د بېلابېلو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې

د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په ځانګړې بودیجه کندهار کې د ډهلي بند د بېلابېلو برخو د جوړېدو چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.

 

یاد وزارت وایې چې په دغه پروژه کې د بند د پارچاوۍترمیم، د بند د یوې برخې ډکول او لېول کول، د دروازو پورته کول، د جنراتور له پاره د خونې جوړول، هایدرولیکي دروازې جوړول، د سیفون تحکیم کاري، د پارک تشنابونه جوړول، د پارک ابیارۍ کانال جوړول، د پارک بېلابېلو طرفونو ته د اوبو رسولو په موخه د پایپ کشول، د سړک جوړول، د بند له پاره ځینې تخریب شوي استنادي دېوالونه جوړول، د وال هوس شاوخوا فینس دېوال جوړول او ځینې نور کارونه شامل دي.

 

د مسوولانو په وینا ددې پروژو چارې به په درې نیمو میاشتو کې بشپړې شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب