کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندهار کې د ۱۶ میلیونه افغانیو به ارزښت د یو چک ډیم کارونه پیل شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولان وایې چې د یاد ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام(UNDP)په مالي ملاتړ د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو چک ډیم د جوړولو کارونه پیل شوي دي.   دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددې چک ډیم د جوړولو له پاره ۱۵ میلیونهاو ۹۸۹ زره افغانۍ ځانګ…

2024-12-26 00:40 62۱ دقیقې لوستل
کندهار کې د ۱۶ میلیونه افغانیو به ارزښت د یو چک ډیم کارونه پیل شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولان وایې چې د یاد ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام(UNDP)په مالي ملاتړ د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو چک ډیم د جوړولو کارونه پیل شوي دي.

 

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددې چک ډیم د جوړولو له پاره ۱۵ میلیونهاو ۹۸۹ زره افغانۍ ځانګړې شوې دي او کارونه به یې په نږدې یوه میاشت کې بشپړ شي.

 

په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد چک ډیم په جوړولو کې ۸۰ تنو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

 

دا خبر داسې مهال نشرېږي چې له دې مخکې په خاکریز ولسوالۍ د ۳,۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو چک ډیم د جوړېدو کارونه پیل شوي و.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب