کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندهار کې د ۲۵۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د مېوو او کرنیزو محصولاتو د معاینه کولو لابراتوار جوړ شوی

د کندهار د سیمه یزو مسوولانو په وینا یاد ولایت کې د مېوه جاتو او کرنیزو محصولاتو د معاینه کولو لپاره د خصوصي سکتور لخوا د ۲۵۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت لابراتوار جوړ شوی دی. د مسوولانو په وینا په دغه لابراتوار کې د مېوه جاتو او نورو کرنیزو توکو کیفیت، پاکوالي او د کیمیاوي درملو د نه شتون مالومات ترسره کېږي. ددغه لابر…

2025-04-21 19:09 29۲ دقیقې لوستل
کندهار کې د ۲۵۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د مېوو او کرنیزو محصولاتو د معاینه کولو لابراتوار جوړ شوی

د کندهار د سیمه یزو مسوولانو په وینا یاد ولایت کې د مېوه جاتو او کرنیزو محصولاتو د معاینه کولو لپاره د خصوصي سکتور لخوا د ۲۵۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت لابراتوار جوړ شوی دی.

د مسوولانو په وینا په دغه لابراتوار کې د مېوه جاتو او نورو کرنیزو توکو کیفیت، پاکوالي او د کیمیاوي درملو د نه شتون مالومات ترسره کېږي.

ددغه لابراتوار مسوول عبدالسمیع روښان ویلي ددې لابراتوار له جوړولو یې موخه د مېوو او کرنیزو محصولاتو د کیفیت لوړول، د کروندګرو د تولیداتو لپاره د بازار موندل او د هېواد د صادراتو د ارزښت لوړول دي.

روښان پخپلو خبرو کې ویلي چې یاد لابراتوار د داسې وسایلو لرونکی دی چې کولی شي د مېوو پاکوالی، غیر عضوي توب او د کیمیاوي درملو د نه موجودیت ډاډ ورڅخه تر لاسه شي.

نوموړي همداراز ویلي ددغه لابراتوار له فعالولو سره به د هېواد صادرات نړۍوال معیار او بازار ته لاره پیدا کړي.

په همدې حال کې د یاد لابراتوار یو تن کار کوونکي ویلي چې دوی یواځې وچې او تازه مېوې نه؛ بلکې نور کرنیز محصولات هم معاینه کوي او مالوموي چې کوم ډول کیمیاوي درمل پرې په کومه اندازه استعمال شوي دي.

بلخوا د مېوو یو تن صادروونکي سیف الرحمان ویلي، مخکې تر دې چې دغه لابراتوار پرانیستل شي د هېواد مېوې او کرنیز محصولات به د نړۍوال بازار څخه د کیفیت د باور د نشتوالي له امله رېدلې خو اوس دغه ستونزه حل شوه او د هېواد مېوې او کرنیز محصولات به په نړۍوال معیار په نړۍوال بازار کې پلورل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب