کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندهار کې له کډوالۍ راستنو شویو کورنیو ته د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوي

  د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې د یاد ولایت په دامان ولسوالي کې د بیرته را ستنو شویو کورنیو پاره د ښار ګوټي د جوړولو کارونه پیل شوي دي. په دې موخه جوړو شو مراسمو کې چې د سرپرست حکومت د لوی درستیز سربېره پکې د بېلابېلو ادارو مشرانو ګډون کړی و لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ویلي، په ول…

2025-01-06 04:41 66۲ دقیقې لوستل
کندهار کې له کډوالۍ راستنو شویو کورنیو ته د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوي

 

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې د یاد ولایت په دامان ولسوالي کې د بیرته را ستنو شویو کورنیو پاره د ښار ګوټي د جوړولو کارونه پیل شوي دي.

په دې موخه جوړو شو مراسمو کې چې د سرپرست حکومت د لوی درستیز سربېره پکې د بېلابېلو ادارو مشرانو ګډون کړی و لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ویلي، په ولسوالیو کې د نورو ښارګوټو جوړولو پلان هم لري خو د دولتي ادارو تر څنګ د نورو مووسسو ملاتړ ته هم اړتیا ده.

ورته مهال د کندهار په ژړۍ، پنجوایې، تخته پُل او شاولې کوټ ولسوالیو کې پر ۱۳ زره جریبه ځمکه د ښارګوټي جوړولو له پاره سروې روانه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې حال کې د یاد ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د یو بل ښارګوټي جوړولو له پاره د ۳۰۰ جریبه ځمکې د خط اندازۍ چارې پای ته رسېدلي دي.

دغه ښارګوټو کې امنیتي او اداري سیمې، د ورزش لپاره د کرکټ لوبغالی، تفریحي پارکونه او ټول سړکونو جوړول په پاخه او اساسي ډول په نظر کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې ددغه ښارګوټو پر جوړولو ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښار او کور جوړولو وزارت له عادي بودیجې څخه به ورکول شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب