کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندهار کې پر ۶۰ جریبه ځمکه کرل شوی کوکنار اړول شوي

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید وايي، د دغه ولایت په کوز میوند، غورک، دامان او تخته‌پل ولسوالیو کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۶۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده. نوموړی زیاتوي، له دې ۶۰ جریبه ځمکې څخه ۴۷ جریبه په کوز میوند، ۸ جریبه په غورک، ۴ جریبه په دامان او یو جریبه په تخته‌پل ولس…

2024-03-29 23:01 147۱ دقیقې لوستل
کندهار کې پر ۶۰ جریبه ځمکه کرل شوی کوکنار اړول شوي

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید وايي، د دغه ولایت په کوز میوند، غورک، دامان او تخته‌پل ولسوالیو کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۶۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.

نوموړی زیاتوي، له دې ۶۰ جریبه ځمکې څخه ۴۷ جریبه په کوز میوند، ۸ جریبه په غورک، ۴ جریبه په دامان او یو جریبه په تخته‌پل ولسوالي کې له منځه وړل شوي دي.

جمشيد وايي، د دې قضيې په تړاو درې کسان هم نيول شوي او د نورو تورنو کسانو د نيولو هڅې هم روانې دي.

ياد کوکنار په داسې حال کې له منځه وړل کیږي چې سرپرست حکومت هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، پلور، پیر، قاچاق او استعمال بندیز لګولی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب