کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندهار کې څه د پاسه ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت باروړنکو موټرو لپاره د ترمینل د جوړېدو چارې جريان لري

خبریال: فرمان الله زبیرزی د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دکندهار دامان ولسوالي کې د ۵۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د باروړونکو موټرو لپاره ترمینل پر  ۵۲۸ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې کارونه یې په چټکۍ سره روان دي. خبر پاڼه کې راغلي، په یاده پروژه کې د ترمینل اصلي ودانۍ، د باروړونکو موټرو لپا…

2025-12-07 12:48 153۱ دقیقې لوستل
کندهار کې څه د پاسه ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت باروړنکو موټرو لپاره د ترمینل د جوړېدو چارې جريان لري

خبریال: فرمان الله زبیرزی

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دکندهار دامان ولسوالي کې د ۵۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د باروړونکو موټرو لپاره ترمینل پر  ۵۲۸ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې کارونه یې په چټکۍ سره روان دي.

خبر پاڼه کې راغلي، په یاده پروژه کې د ترمینل اصلي ودانۍ، د باروړونکو موټرو لپاره تم‌ځای، سړکونه، د برېښنا اوبو رسولو شبکې، د ټرانسپورټي شرکتونو لپاره دفترونه، د اوروژنې وسایطو او کارکوونکو لپاره ودانۍ او ځينې نور تاسیسات شامل دي.

سرچینه وايي، دغه پروژه به په درې کلونو کې بشپړه شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب