کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندوز کې د بار وړونکو موټرو لپاره د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړ تناژ تله لګول شوې

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په کندوز کې د بار وړونکو موټرو د وزن د مالومولو لپاره یې د لوړ تناژ تله چې ۷,۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی لګولې ده. د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړ تناژ دغه تله د کندوز ولایت د دشتي ارچي ولسوالۍ په دشت ابدان سیمه کې د موټرو د وزن مالومولو او د سرک د خرابوالي د مخنیوي…

2025-04-15 23:05 109۱ دقیقې لوستل
کندوز کې د بار وړونکو موټرو لپاره د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړ تناژ تله لګول شوې

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په کندوز کې د بار وړونکو موټرو د وزن د مالومولو لپاره یې د لوړ تناژ تله چې ۷,۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی لګولې ده.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړ تناژ دغه تله د کندوز ولایت د دشتي ارچي ولسوالۍ په دشت ابدان سیمه کې د موټرو د وزن مالومولو او د سرک د خرابوالي د مخنیوي په موخه لګول شوې ده.

د ټولګټو وزارت د مسوولانو د مالوماتو له مخې ددغه تلې د جوړېدلو کارونه د تېر کال په تلې میاشت کې پیل شوي و چې د کندوز ولایت د ټولګټو ریئس عبدالخالق حقمل او نورو مسوولانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت له خوا نه د هېواد په یو شمېر سیمو کې د موټرو د وزن مالومولو په موخه د لوړ تناژ تلې لګول شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب