ملي دفاع وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو رهبرۍ د هدایت او د کشف او استخباراتو په همکارۍ د کنړ او نورستان په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې په دغه چاڼیزو عملیاتو کې ۵۶ میله سپکې او درنې وسلې او نظامي تجهیزات نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راځي چې په دغه مهماتو کې ۴۹ میله کلاشینکوفونه، ۴ راکټونه، ۴۳ د کلاشینکوف شاجورونه، ۶۶ نارنجک، ۲۹ د راکټ مرمۍ او په ډېره اندازه نظامي تجهیزات شامل دي.
سرچینه وایې دغه نظامي تجهیزات د دفاعي او کشفي ځواکونو له خوا نیول شوي او اړوندو مرجعو ته به وسپارل شي.




