کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کنړ کې د زلرلې درېیمه ورځ؛ چارواکو ویلي لا هم د ژغورنې عملیات جریان لري

کابل (کوه نور، ۱۲ سنبله ۱۴۰۴): د هېواد په ختیځ کنړ او نورو ولایتونو کې نن د زلزلې درېیمه ورځ پوره شوې او د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې په زلزله ځپلیو سیمو کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي. د کنړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریئس نجیب الله حنیف نن د یاد ولایت له ملي راډیو ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، که څه هم د کنړ ولای…

2025-09-03 09:52 210۱ دقیقې لوستل
کنړ کې د زلرلې درېیمه ورځ؛ چارواکو ویلي لا هم د ژغورنې عملیات جریان لري

کابل (کوه نور، ۱۲ سنبله ۱۴۰۴): د هېواد په ختیځ کنړ او نورو ولایتونو کې نن د زلزلې درېیمه ورځ پوره شوې او د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې په زلزله ځپلیو سیمو کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.

د کنړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریئس نجیب الله حنیف نن د یاد ولایت له ملي راډیو ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، که څه هم د کنړ ولایت په یو شمېر سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي؛ خو لا هم د ځینو درو په لري پرتو کلیو او بانډو کې، چې د لارو د خرابوالي له امله پکې د ژغورنې عملیات له ځنډ او خنډ سره مخ دي تر اوسه د قربانیانو لټون روان دی.

حنیف ویلي، د زلزلې له امله د سیمې د جغرافیې او سرکونو خرابوالي غټې ستونزې را ولاړې کړې دي.

د حنیف پر وینا، یو شمېر سیمو کې لا هم خلک تر خاورو لاندې دي او د راویستلو هڅې یې روانې دي.

نوموړي ویلي، داسې سیمې هم شته، چې ورتګ ناممکن دی او هلته پنځه یا شپږ ساعته پلي مزل کول غواړي؛ خو بیا هم هڅه کېږي، چې زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې ورسېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب