کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کورنيو چارو وزارت: هېواد کې مو پر نږدې ۷۱۰ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي

د کورنيو چارو وزارت وياند پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ۶۲۶ جريبه کوکنار په اروزګان، ۲۳ جريبه په ننګرهار، ۲۰ جريبه په بدخشان، ۶ جريبه په لغمان، يو جريب په سرپل او همداراز يې په هرات کې هم یو اندازه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي. د سرچينې په خبره، غور کې يې درې تنه د نشه&zwnj…

2024-03-26 23:21 20۱ دقیقې لوستل
کورنيو چارو وزارت: هېواد کې مو پر نږدې ۷۱۰ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي

د کورنيو چارو وزارت وياند پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ۶۲۶ جريبه کوکنار په اروزګان، ۲۳ جريبه په ننګرهار، ۲۰ جريبه په بدخشان، ۶ جريبه په لغمان، يو جريب په سرپل او همداراز يې په هرات کې هم یو اندازه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

د سرچينې په خبره، غور کې يې درې تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي هم دي.
د سرپرست حکومت د مشرتابه په فرمان په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت بنديز لګېدلی او تراوسه د‌ هېواد په مختلفو ولايتونو کې په زرګونه جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.

د يادونې ده چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستيو راپورونو په دغه هېواد کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې هرکلی کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب