کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کورنيو چارو وزارت: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو ملامتي پر افغانستان نه اچوي

د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان هغه تور رد کړ، چې په تورخم کې یې د وروستۍ نښتې د پیل ملامتي پر افغانستان اچولې وه. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، دا چې پاکستان د خپل د امنیت په تنګښت کې پاتې راغلی، اوس پر افغانستان بې ځایه تورونه لګوي، چې دوی یې ردوي. هغه تېره ورځ (د سپټمبر ۱۲مه) اسوشېټېډپرېس خبري آژ…

2023-09-12 23:18 115۲ دقیقې لوستل
کورنيو چارو وزارت: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو ملامتي پر افغانستان نه اچوي

د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان هغه تور رد کړ، چې په تورخم کې یې د وروستۍ نښتې د پیل ملامتي پر افغانستان اچولې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، دا چې پاکستان د خپل د امنیت په تنګښت کې پاتې راغلی، اوس پر افغانستان بې ځایه تورونه لګوي، چې دوی یې ردوي.

هغه تېره ورځ (د سپټمبر ۱۲مه) اسوشېټېډپرېس خبري آژانس ته ویلي، چې په تورخم کې د تېرې اوونۍ نښته لومړی د پاکستان له لوري پیل شوه، چې دوی هم له ځانه دفاع وکړه.

خو پاکستان بیا د تېرې چهارشنبې ورځې د نښتې د پیل ملامتي پر افغانستان اچوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې افغان حکومت تورن کړ، چې د پاکستان په خاوره کې یې غیرقانوني تاسیسات جوړول، چې دوی یې مخه ونیوله.

هغې زياته کړې، دغه هېواد نه‌شي کولای، چې د افغانستان له خوا په خپله خاوره کې د هېڅ پوستې جوړېدل ومني، ځکه دا د پاکستان واکمني نقضوي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي وو، چې تورخم لار د پاکستان له لوري وروسته تر هغه وتړل شوه، چې پوله‌ساتو يې پر هغو افغان ځواکونو ډزې وکړې، چې د يوې امنيتي پوستې په بیا رغونه بوخت وو.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د اتمې ورځې لپاره هم د تورخم دروازه تړلې ده، چې دواړو خواوو ته یې سلګونه مسافرو او سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د تورخم دروازې د بېرته پرانېستلو په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو مذاکراتو هم تر اوسه هېڅ مثبته پایله نه ده ورکړې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب