کورنیو چارو وزارت په کندهار کې نننی ځانمرګی برید غندلی او دا یې کار یې جنایت بللی دی.
له یاد و زارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ډاډ څرګند شوی، چې د پېښې عاملین به پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
په همدې حال کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دا برید یو غیر اسلامي او بشر ضد عمل دی، چې دی یې په کلکو ټکو غندي.
بل لورته ډاکټر عبدالله عبدالله هم دا برید جنایت د ټولو بشري قوانینو خلاف عمل بللی.
د یادونې ده چې نن سهار د کندهار ښار لومړۍ حوزې اړوند کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د کندهار امنیه قومنداني ویاند ملا اسدالله جمشېد وايي چې د پېښې قربانیان ډېری ملکي وګړي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.




