کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کونړ کې د دوو نړېدلو پلونو د بیارغونې چارې پیل شوې

د کونړ د ټولګټو ریاست خبر ورکړی چې د یاد ولایت د پشد او حکیم‌اباد پلونه چې پخوا د سېلابونو له امله نړېدلي وو، تېره ورځ یې د بیارغونې چارې پیل شوې چې ۶۳ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د پشد دویم پل د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او د څلور مترو په پراخوالي سره د نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو له یوې بلې…

2025-01-15 19:47 448۲ دقیقې لوستل
کونړ کې د دوو نړېدلو پلونو د بیارغونې چارې پیل شوې

د کونړ د ټولګټو ریاست خبر ورکړی چې د یاد ولایت د پشد او حکیم‌اباد پلونه چې پخوا د سېلابونو له امله نړېدلي وو، تېره ورځ یې د بیارغونې چارې پیل شوې چې ۶۳ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پشد دویم پل د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او د څلور مترو په پراخوالي سره د نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو له یوې بلې او خوا همدارنګه د کونړ ـ جلال‌اباد له عمومې سړک سره نښلول کیږي.

دغه راز د حکیم‌اباد پُل د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۲ مترو په پراخوالي سره د کونړ ډېرې سیمې له مرکز اسعد‌اباد سره نښلوي.

خبرپاڼه کې راځي، د دې دوو پروژو د کارونو پیل په داسې حال کې شوی دی چې د ټرانسپورټ وزارت سرپرست کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغو پلونو د جوړولو خبره کړې وه.

د یاد ولایت ځایې مسوولانو د دغو پلونو د ویجاړېدلو علت زورور سېلابونه بولي خو خلک بیا ادعا کوي چې دې پروژو کې د پراخ فساد له امله یې کیفیت ته هیڅ ډول پاملرنه نه وه شوې.

د یادونې ده چې د دغو پلونو په بیارغونې سره به د سیمې زرګونو کورنیو ته د تګ - راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب