کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کډوالو وزارت تېره اونۍ له ۱۱ زره کورنيو سره مرسته کړې

دغه وزارت پر خپل اکس پاڼه ليکلي، ديادې مرستې یې د روانې ليندۍ مياشتې له ۱۱ تر ۱۶ نېټې کړي دي. زياتوي مرستې یې په کندهار، بلخ، سمنګان، سرپل، ننګرهار، هرات، جوزجان، بغلان، فراه، ميدان وردګ، خوست، هلمند، غزني، لغمان، لوګر او کاپيسا ولایاتونو کې کړي دي. وړاندې لیکل شوي، په دغه مرستو کې نغدې پیسې، خوراکي توکي، ژمنۍ بستې، لم…

2023-12-09 03:19 63۱ دقیقې لوستل
کډوالو وزارت تېره اونۍ له ۱۱ زره کورنيو سره مرسته کړې

دغه وزارت پر خپل اکس پاڼه ليکلي، ديادې مرستې یې د روانې ليندۍ مياشتې له ۱۱ تر ۱۶ نېټې کړي دي.

زياتوي مرستې یې په کندهار، بلخ، سمنګان، سرپل، ننګرهار، هرات، جوزجان، بغلان، فراه، ميدان وردګ، خوست، هلمند، غزني، لغمان، لوګر او کاپيسا ولایاتونو کې کړي دي.

وړاندې لیکل شوي، په دغه مرستو کې نغدې پیسې، خوراکي توکي، ژمنۍ بستې، لمريزې ښیښې او نور توکي شامل دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې يادې مرستې د نړيوالو مرستندويه ادارو لخوا ترسره شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب